د ایران د خراسان جنوبي ولایت والي، سید محمد رضا هاشمي، د سېشنبې په ورځ، د زمري ۲۷مه، د ماهیرود ـ فراه د ترانزیټي لارې د کتنې پر مهال وویل چې تهران د دې ۱۲۰ کیلومتره لارې د بشپړولو لپاره له ۵.۵ میلیونو یورو څخه ډېره بودجه ځانګړې کړې ده. د هغه په وینا، د دې لارې یوه د پام وړ برخه بشپړه شوې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده.
د ایران دولتي خبري اژانس «اېرنا» راپور ورکړی چې هاشمي د دې سفر پر مهال په فراه کې د طالبانو له والي مولوي ملا محمد مجاهد سره هم لیدلي دي. هغه په دې لیدنه کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، سره د ارتباطي لارو پراختیا د ایران له لومړیتوبونو څخه ده.
هاشمي ویلي چې د دې سړک دویمه برخه، چې ۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شوې ده. د هغه په وینا، تر فراه ښار پورې د لارې د قیر اچولو چارې هم پای ته رسېدلي دي او د پروژې مسوولین د هغو برخو د ترمیم لپاره په سیمه کې حضور لري چې په وروستیو اوونیو کې زیانمنې شوي دي.
د خراسان جنوبي والي د دې لارې د لومړۍ برخې په اړه هم ویلي چې دا برخه ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري او په تېرو کلونو کې بشپړه شوې وه، خو اوس ترمیم او بیارغونې ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د دې برخې د بیارغونې لپاره هم په فراه کې له طالب چارواکو سره پلان جوړ شوی دی.
هاشمي زیاته کړې چې د دې لارې بشپړول او بیارغول کولی شي د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي سوداګرۍ په اسانتیا کې مرسته وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد او ترانسپورټ لګښتونه راکم کړي.
د ماهیرود ـ فراه سړک د ایران د خراسان جنوبي ولایت له ماهیرود څخه پیلېږي او د افغانستان تر فراه ښار پورې غځېدلی دی. دا لاره په ټولیز ډول ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو ارتباطي او ترانزیټي مسیرونو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








