ایراني چارواکو اعلان کړی چې له چین څخه د ترانزیټ لومړنۍ مستقیمه جوپه، پرته له دې چې بیا تخلیه او بارګیري شي، د ترکمنستان له لارې او د ایران د رېل شبکې په کارولو سره د هرات ولایت د روزنک تمځای ته رسېدلې ده. خو د طالبانو چارواکو تر اوسه هرات ته د دغه رېل ګاډي د رسېدو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
مصطفی رضايي، د ایران او افغانستان د رېل دهلېز مدیر، ویلي چې په دې جوپه کې ۵۰۰ ټنه د امډياېف تختې شاملې دي، چې د بیجینګ له ښار څخه بار شوي او د ترکمنستان له لارې ایران ته دننه شوي دي.
د هغه په وینا، دغه رېل ګاډی وروسته د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د روزنک تمځای ته رسېدلی.رضايي زیاته کړې چې دا د بیجینګ څخه هرات ته د ایران له لارې د توکو لومړنی مستقیم رېل لېږد دی، او جوپه په ټوله لاره کې پرته له تخلیې او بیا بارولو انتقال شوې ده.
د ایران او افغانستان د رېل دهلېز مدیر هم ویلي چې د دې جوپې د لېږد لپاره د سمندري او رېل ګډ ترانسپورټ کارول، د پخوانیو لارو په پرتله، د لېږد وخت او لګښت کموي.
هغه ټینګار کړی چې د دې لارې د فعالیت پیل ښيي چې د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د سوداګریزو او ترانزیټي فعالیتونو د پراختیا مرحلې ته داخله شوې ده او کولای شي له دې لارې د سوداګریزو توکو د لېږد کچه لوړه کړي.
رضايي همدارنګه ویلي چې د دې لارې له لارې د انتقالېدونکو توکو د حجم زیاتوالی کولای شي د ایران رول د ختیځې اسیا، منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د نښلوونکې لارې په توګه پیاوړی کړي.
د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ جوړول په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوي او تر اوسه یې لومړنۍ درې برخې، چې ټولټال ۱۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري، فعالې شوي دي. دغه پټلۍ په مجموع کې شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري او په څلورو برخو کې طرحه شوې ده. د پلان له مخې، د دې پروژې څلورمه برخه به د روزنک تمځای له هرات ښار سره ونښلوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








