د متحده عربي اماراتو دفاع وزير اعلان کړی، چې د ایران له لوري توغول شوې څو بېپیلوټه الوتکې او توغندي یې په بریالیتوب سره شنډ کړي دي. د دفاع وزارت په وینا، دغه بریدونه د هېواد د هوايي دفاعي سیسټم له خوا مهار شوي دي.
سره له دې، د پېښې له امله لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي او په ځینو سیمو کې اور لګېدنې هم رامنځته شوي دي. د بېړنیو خدماتو ډلې سیمو ته رسېدلي، اور يي مهار کړي او ټپیان يې روغتونونو ته وړي دي.
تر اوسه د بریدونو د دقیقو زیانونو او هدفونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي، خو چارواکي وايي چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او پلټنې روانې دي.
لیکوال:سعید سمیر








