ایراني رسنیو راپور ورکړی چې مسعود پزشکیان، د ایران ولسمشر، له مجتبي خامنهای سره وکتل.
د دې راپورونو له مخې، پزشکیان ویلي چې دغه لیدنه په «صمیمي» فضا کې ترسره شوې او هغه د مجتبي خامنهای په اړه «د بشپړ تسلط او ژورې پوهې» شاهد و.
همدارنګه په راپورونو کې راغلي چې د دې لیدنې له راوتلو راهیسې تراوسه د مجتبي خامنهای هیڅ عکس یا ویډیو نه ده خپره شوې او د دې ملاقات نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








