TOOSnews
اعلان
اسماعیل زامبادا، د نشه یي توکو تر ټولو پیاوړی قاچاقبر، په عمري بند محکوم شو.
نړۍټوس نیوز

اسماعیل زامبادا، د نشه یي توکو تر ټولو پیاوړی قاچاقبر، په عمري بند محکوم شو.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اسماعیل زامبادا، چې په «ال مایو» مشهور دی او په مکسیکو کې د سینالوا کارټل له لوړپوړو مشرانو څخه ګڼل کېږي، د دوشنبې په ورځ د امریکا د فدرالي محکمې له خوا په عمري بند محکوم شو. هغه تېر کال د څارنوالۍ سره د هوکړې له مخې اعتراف کړی و چې د څو لسیزو په موده کې یې د میلیونونو کیلوګرامه کوکایینو په قاچاق کې لاس درلود.

۷۶ کلن زامبادا د مکسیکو د مخدره موادو د کارټلونو له تر ټولو لوړپوړو غړو څخه دی. هغه د سینالوا کارټل د بل مشر، خواکین «ال چاپو» ګوزمان، وروسته چې په ۲۰۱۹ کال کې په عمري بند محکوم شو، دویم مهم کس دی چې په امریکا کې د دغه کارټل له ډلې څخه ورته دا ډول سزا ورکړل کېږي.

د بروکلین فدرالي محکمې قاضي برایان کوګان د حکم د اعلان پر مهال وویل، که څه هم قانون هغه اړ باسي چې د عمري بند سزا ورکړي، خو دی دغه سزا عادلانه هم ګڼي. هغه زیاته کړه چې زامبادا ته منسوب د مخدره موادو پراخه کچه او ثبت شوې وژنې د دې سزا د ټاکلو لپاره کافي دلیلونه دي.

زامبادا د ۱۴۰۴ کال د زمري په میاشت کې وروسته له هغه د جرمونو په اړه اعتراف وکړ، چې پکې د تنظیم شوې اخاذۍ دسیسه او د یوې جنایي شبکې اداره کول شامل وو. د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی و چې د هغه لپاره به د اعدام غوښتنه نه کوي. د امریکا د قوانینو له مخې، دغه تورونه د عمري بند لازمي سزا لري.

زامبادا د محکمې په غونډه کې د زندان په جامو کې حاضر شو او په لنډو خبرو کې یې د خپلو کړنو د پایلو مسؤلیت ومانه. هغه وویل: «په داسې جګړه کې هېڅوک ګټونکی نه وي. راتلونکي نسل ته وایم چې بله لار غوره کړئ.»

قاضي کوګان همداراز وویل چې هغه به د امریکا د زندانونو ادارې ته سپارښتنه وکړي چې زامبادا په داسې ځای کې وساتل شي چې مناسبې روغتیايي اسانتیاوې ترلاسه کړي. هغه وویل چې زامبادا په څو ناروغیو اخته دی، خو د هغه د روغتیايي حالت په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

زامبادا د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په میاشت کې د خواکین ګوزمان لوپز سره یوځای، چې د ال چاپو له زامنو څخه یو دی، وروسته له هغې ونیول شو چې د دوی الوتکه د نیومکسیکو ایالت په یوه کوچني هوايي ډګر کې ښکته شوه. ګوزمان لوپز وروسته د مخدره موادو د قاچاق او تښتونې په ګډون پر یو شمېر تورونو اعتراف وکړ.

د بروکلین فدرالي محکمې مشر څارنوال جوزف نوسلا د حکم له اعلان وروسته وویل چې ګوزمان لوپز منلې ده چې زامبادا یې تښتولی و، څو د امریکا له قانون پلي کوونکو ادارو څخه امتیازات ترلاسه کړي. د هغه په وینا، امریکا له لومړۍ ورځې ټینګار کړی و چې تښتونه نه تأییدوي او دا اقدام به هېڅ ډول امتیاز ورته رامنځته نه کړي.

ګوزمان لوپز لا تر اوسه محکوم شوی نه دی. د هغه پلار، خواکین «ال چاپو» ګوزمان، اوس هم د کولوراډو ایالت په یوه فوق‌العاده امنیتي زندان کې د عمري بند سزا تېروي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.