د افغانستان د زرګرانو ټولنه وايي، د لومړي ځل لپاره به په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ صنعتي نندارتون جوړ شي.
د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې، درې ورځنی نندارتون به د روان کال د وږي میاشتې له درېیمې تر پنځمې نېټې په کابل کې جوړ او د زرګرۍ اړوند تولیدات او فعالیتونه به پکې نندارې ته وړاندې شي.
د افغانستان د زرګرانو ټولنې ویلي، دا نندارتون د هېواد د زرګرۍ صنعت د معرفي کولو، د دغه سکتور د فعالینو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره جوړېږي.
تر اوسه د زرګرانو ټولنې په افغانستان کې د فعالو زرګرانو د شمېر او په دغه صنعت کې د شوې پانګونې د کچې په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.
په کابل او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې تر دې وړاندې د کرنیزو محصولاتو، صنعتي توکو او نورو سوداګریزو توکو ګڼ ملي او نړیوال نندارتونونه جوړ شوي؛ خو د زرګرۍ صنعت لپاره دا به په کابل کې لومړنی ځانګړی صنعتي نندارتون وي.
لیکوال:سعید سمیر








