انسټاګرام په خپل تاریخ کې د یوې تر ټولو پراخې پاکسازۍ پروسې په ترڅ کې، میلیونونه جعلي، روباټي او غیر فعال حسابونه حذف کړل؛ دا اقدام د ډېرو نامتو شخصیتونو او منځپانګې جوړونکو د تعقیبوونکو شمېر ناڅاپه کم کړ.
د ټیلیګراف د راپور له مخې، دا پراخه پاکسازي د میټا شرکت له خوا یوازې په څو ساعتونو کې ترسره شوه او میلیونونه تعقیبوونکي د پېژندل شویو حسابونو څخه حذف شول؛ چې دا موضوع د ټولنیزو شبکو په کارونکو کې پراخ غبرګونونه راوپارولي دي.
راپورونه ښيي چې کریستیانو رونالدو شاوخوا ۸ میلیونه، لیونل مسي نږدې ۵ میلیونه، کایلي جنر تر ۱۴ میلیونه ډېر، سلینا ګومز شاوخوا ۶ میلیونه او آریانا ګرانډي تر ۵ میلیونه ډېر تعقیبونکي له لاسه ورکړل.
همدارنګه د کیم کارداشیان، نیمار، بلکپیېک ډلې او بیټيایس د تعقیبونکو شمېر هم په څرګنده توګه کم شوی دی.
په لومړیو ساعتونو کې، ډیرو کارونکو فکر کاوه چې دا ناڅاپه کمښت د تخنیکي ستونزې یا د مشهورو حسابونو د پراخې آنفالو کمپاین له امله دی، خو وروسته څرګنده شوه چې میټا د جعلي او غیر فعال حسابونو په حذفولو کار کاوه.
میټا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا اقدام د غیر فعال حسابونو د عادي حذف کولو برخه ده او کېدای شي ځینې انسټاګرام کارونکو د خپلو تعقیبونکو شمېر کې بدلون تجربه کړی وي.
میټا همدارنګه ټینګار کړی چې د کاروونکو فعال او حقیقي تعقیبونکي د دې پاکسازی له اغیزې سره نه دي مخ شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








