TOOSnews
اعلان
د چين په سوېل لوېديځ کې د کان د نړېدو له امله پنځه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
نړۍټوس نیوز

د چين په سوېل لوېديځ کې د کان د نړېدو له امله پنځه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په چین کې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د جنوب لوېدیځې برخې د یون‌نان ولایت په یوه کان کې د رامنځته شوې نړېدنې له امله پنځه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې ورځې د سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د هویزه ولسوالۍ د ناګو ښار اړوند د بایو په کلي کې رامنځته شوې ده.

راپور وایي چې یاد کان په ناقانونه توګه استخراجېده او د پېښې پر مهال شپږ کارګران په کان کې موجود وو. د کان د نړېدو له امله ټول کارګران تر خاورو او ډبرو لاندې بند پاتې شول.

د ژغورنې او مرستې ډلې د لټون او ژغورنې عملیاتو له پیل وروسته ټول شپږ کارګران د خاورو اوډبرو له لاندې راویستل او د درملنې لپاره یې روغتون ته ولېږدول. خو له بده مرغه، پنځه تنه یې د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

شینهوا زیاته کړې چې یوازینی ژوندي پاتې شوی کارګر تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې باثباته ښودل شوی دی. روغتیايي چارواکو ویلي چې د هغه د ژوند خطر له منځه تللی دی.

د چین سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د کان د نړېدو کره لامل لا تر اوسه نه دی معلوم شوی او د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

دغه پېښه یو ځل بیا په چین کې د کانونو د خوندیتوب او د ناقانونه کان‌کیندنې فعالیتونو مسئلې ته پاملرنه رااړولې ده؛ هغه موضوع چې په تېرو کلونو کې هم د ورته پېښو او انساني تلفاتو لامل شوې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.