TOOSnews
اعلان
نېلسن منډېلا؛ له ۲۷ کلن بند څخه د سویلي افریقا تر مشرۍ پورې.
کلتور او هنرټوس نیوز

نېلسن منډېلا؛ له ۲۷ کلن بند څخه د سویلي افریقا تر مشرۍ پورې.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جولای ۱۸مه، چې د نېلسن منډېلا د نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي، د معاصرې نړۍ د یوه ستر او اغېزمن شخصیت د ژوند او میراث یادونه کوي. هغه سړی چې د خپل ژوند ۲۷ کاله یې په زندان کې تېر کړل، خو له ازادۍ وروسته یې د غچ اخیستو پر ځای د پخلاینې، عدالت او سوله‌ییز ګډ ژوند لاره غوره کړه او د بشري حقونو د دفاع نړیوال سمبول وګرځېد.

نېلسن منډېلا، چې د سویلي افریقا د اپارتاید ضد مبارزې مشر و، د خپل ژوند ډېره برخه یې د نژادي تبعیض پر ضد مبارزې او د ازادۍ او برابرۍ د ټینګښت لپاره وقف کړه. نوموړی په ۱۹۶۴ کال کې په عمري بند محکوم شو او ۲۷ کاله یې په زندان کې تېر کړل، خو په دې ټولو کلونو کې یې له خپلو ارمانونو لاس وانخیست.

منډېلا په ۱۹۹۰ کال کې له زندانه تر ازادېدو وروسته، د خبرو اترو، ملي پخلاینې او ټولنیز یووالي تګلاره خپله کړه. همدې بهیر د اپارتاید د رژیم پای ته رسېدو ته لاره هواره کړه او په ۱۹۹۴ کال کې نوموړی د سویلي افریقا د لومړي تورپوستي ولسمشر په توګه وټاکل شو او د هېواد مشري یې پر غاړه واخیسته.

ملګرو ملتونو، د ازادۍ، بشري حقونو، سولې او عدالت د ودې لپاره د نېلسن منډېلا د تاریخي رول د درناوي په موخه، د هغه د زوکړې ورځ، یعنې د جولای ۱۸مه، د «نېلسن منډېلا نړیوالې ورځې» په نوم ونوموله. دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

د نېلسن منډېلا نړیواله ورځ هغه ارزښتونه را یادوي چې نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې د هغو د تحقق لپاره مبارزه وکړه؛ ارزښتونه لکه برابري، انساني کرامت، زغم او عدالت، چې لا هم د نړۍ د میلیونونو خلکو لپاره الهام‌بښونکي دي.

منډېلا په ۱۹۹۳ کال کې د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه او د هغه ویناوې لا هم د نړۍ د خلکو په ذهنونو کې ژوندۍ دي. د هغه له تر ټولو مشهور ویناوو څخه یوه دا ده:
«په ژوند کې تر ټولو لوی ویاړ دا نه دی چې هېڅکله ونه لوېږو، بلکې دا دی چې هر ځل له لوېدو وروسته بېرته راپورته شو.»

نن ورځ، د نېلسن منډېلا میراث د سویلي افریقا له پولو هاخوا د مقاومت، بښنې، عدالت او هیلې د نړیوال سمبول په توګه پېژندل کېږي، او د هغه نړیواله ورځ د دغو انساني او نړیوالو ارزښتونو د درناوي او ستاینې لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.