TOOSnews
اعلان
په کابل کې د ماشومانو د زړه د سوري د درملنې تخصصي روغتون پرانیستل شو.
افغانستانټوس نیوز

په کابل کې د ماشومانو د زړه د سوري د درملنې تخصصي روغتون پرانیستل شو.

۱۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت کوي، اعلان کړی چې په کابل ښار کې د ماشومانو د زړه د سوري ناروغۍ د درملنې لپاره یو تخصصي روغتون پرانیستل شوی دی. د دغه روغتیايي مرکز د پرانیستې مراسم د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، د طالبانو د یو شمېر چارواکو په حضور کې ترسره شول.

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې رئیس شهاب‌الدین دلاور په دې مراسمو کې وویل چې دغه روغتون په کال کې د زړه د سوري ناروغۍ لرونکو دوه زره ماشومانو د درملنې ظرفیت لري. د هغه په وینا، د دې مرکز خدمات به ناروغانو ته په شپه او ورځ کې په وړیا توګه وړاندې کېږي.

دغه روغتون د ۶.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د یکه‌توت په سیمه کې جوړ شوی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، شاوخوا څلور میلیونه ډالر د طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره ځانګړي شوي او دغه مرکز ۵۰ بستره او مجهزې عملیاتي خونې لري.

د چارواکو په وینا، د دغه مرکز ټول ناروغان به هغه ماشومان وي چې د زړه د سوري ناروغي لري، او د هغوی د درملنې چارې به د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ ترسره کېږي. تر دې وړاندې، ډېری دغه ناروغان د درملنې لپاره نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول هند ته لېږل کېدل، یا به د کابل ځینو شخصي روغتونونو ته ورپېژندل کېدل.

شهاب‌الدین دلاور همداراز وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په روغتونونو کې د ۱۵ زره د زړه په سوري د اخته ماشومانو درملنه شوې ده.د هغه په وینا، د دغو ناروغانو د درملنې لګښتونه د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکړل شوي دي.

تر دې وړاندې، ډېری ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته دي تشخیص شوي وو، د جراحي عملیاتو لپاره به یې میاشتې او کله ناکله کلونه انتظار کاوه، او ځینې یې د درملنې د ځنډ له امله خپل ژوند له لاسه ورکاوه. تمه ده چې د دغه روغتون له فعالیت سره به د دغو ناروغانو د درملنې ظرفیت زیات شي او ماشومانو ته د تخصصي روغتیايي خدمتونو لاسرسی به اسانه شي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.