د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ سیمهییزې ادارې د ناامنۍ له امله د ورځې ګرځبندیز اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د سېشنبې ورځې (د چنګاښ ۲۱مې) څخه به پر یو شمېر مهمو لویو لارو هر ډول تګراتګ محدود وي.
د مرستیال کمېشنر حکمت الله د اعلان له مخې، دغه بندیز به هره ورځ د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۶ بجو پورې نافذ وي. د بندیز پر مهال به د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو، موټرسایکلونو او عامو خلکو تګراتګ منع وي.
چارواکي وایي، یوازې امبولانسونه، اطفایې او نور بېړني خدمات به له دې محدودیت څخه مستثنا وي. همدارنګه، هغه کسان او وسایط چې مخکې له مخکې یې د پولیسو یا امنیتي ځواکونو اجازه ترلاسه کړي وي، د تګراتګ اجازه به ولري.
مرستیال کمېشنر له خلکو غوښتي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، امنیتي سپارښتنې عملي کړي او د سفرونو پلانونه له مخکې جوړ کړي، ترڅو له احتمالي ستونزو سره مخ نه شي.
لیکوال:سعید سمیر








