TOOSnews
اعلان
پاکستان د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد په رسمیت نه پېژني.
افغانستانټوس نیوز

پاکستان د افغانستان د طبي پوهنتونونو اسناد په رسمیت نه پېژني.

۱۴ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان طبي شورا اعلان کړی چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو مؤسسو له لوري صادر شوي د طب او غاښونو د طب سندونه په رسمیت نه پېژني.یادې شورا ټینګار کړی چې هغه پاکستاني محصلان چې له دغو مؤسسو فارغ شوي وي، په پاکستان کې به د طبابت جواز او مسلکي فعالیت حق ترلاسه نه کړي.

شورا د پنجشنبې په ورځ، د زمري نهمه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوازې هغه پاکستاني وګړي چې د پاکستان د بهرنیو طبي فارغانو د تعلیمي کمېسیون له لوري د تأیید شویو بهرنیو مؤسسو څخه د طب یا غاښونو د طب سندونه ولري،په ملي طبي ازموینه کې د ګډون اجازه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د طب او غاښونو د طب پوهنځي او تعلیمي مؤسسې دا مهال د پاکستان د طبي شورا د منظور شویو مرکزونو په لېست کې نه دي شاملې. له همدې امله، د دغو مؤسسو صادر شوي سندونه به په پاکستان کې د طبي شورا د ثبت او د طبابت د جواز د ترلاسه کولو لپاره ونه منل شي.

د پاکستان طبي شورا همدارنګه څرګنده کړې چې د افغانستان د طبي او غاښونو د طب پوهنځیو فارغان د ملي طبي ازموینې د ګډون شرایط نه پوره کوي. په پایله کې، دوی به په پاکستان کې د مسلکي فعالیت رسمي جواز هم ترلاسه نه کړي.

شورا له هغو پاکستاني وګړو څخه چې اوس مهال په افغانستان کې د طب او غاښونو د طب په څانګو کې زده‌کړې کوي، یا غواړي په راتلونکي کې په دې هېواد کې خپلړ زده‌کړو ته دوام ورکړي، غوښتنه کړې چې د زده‌کړو د ځای له ټاکلو مخکې دې دغه محدودیتونه په دقت وارزوي او په خپله پرېکړه کې دې یې په پام کې ونیسي.

د خبرپاڼې په بله برخه کې ټینګار شوی چې د ټاکل شویو شرایطو په اړه به د معافیت، استثنا یا ځانګړې اسانتیا هېڅ غوښتنه ونه منل شي او اعلان شوي مقررات به پرته له استثنا عملي کېږي.

په افغانستان کې د طب او غاښونو د طب په څانګو کې د زده‌کړو پر مهال د پاکستاني محصلانو د دقیق شمېر په اړه رسمي احصایه نه ده خپره شوې. خو د پاکستان ډان ورځپاڼې تر دې وړاندې د دغو محصلانو د استازو له قوله راپور ورکړی و چې له زرو څخه ډېر پاکستاني محصلان د افغانستان د طبي پوهنځیو کې په زده‌کړو بوخت دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.