TOOSnews
اعلان
پاكستان لا هم هڅه كوي چې د ايران او امريكا ترمنځ منځګړیتوب وكړي.
نړۍټوس نیوز

پاكستان لا هم هڅه كوي چې د ايران او امريكا ترمنځ منځګړیتوب وكړي.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکوال:سعید سمیر

پاکستاني سرچینو رویټرز ته ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اختلافاتو د کمولو هڅې لا هم په رسمي ډول نه دي درېدلې، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي مذاکرات ناکام شوي دي.

د راپور له مخې، دغه خبرې وروسته له هغه له ماتې سره مخ شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو استازو پلان شوی سفر لغوه کړ او ایران ته یې پیغام ورکړ چې که تړون غواړي، نو باید “له واشنګټن سره په مستقیم ډول اړیکه ونیسي”.

سرچینې زیاتوي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور کمښت او سیاسي اختلافات د دې لامل شوي چې د نږدې تفاهم هره هڅه بې پایلې شي، سره له دې چې د شخړو د کمولو لپاره غیر رسمي چینلونه لا هم فعال ساتل شوي دي.

کارپوهان وایي چې د دې ناکامه خبرو وروسته د سیمې سیاسي وضعیت لا نور هم پېچلی شوی او د راتلونکو خبرو اترو برخلیک تر ډېره د واشنګټن او تهران د دریځونو په نرمښت پورې تړلی دی.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.