د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د پښتونخوا د یوه دیني عالم، مولانا ادریس، پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې دا پېښه د سیمې د خراب امنیتي وضعیت څرګندونه کوي او ښيي چې د پاکستان ریاست د خلکو د امنیت لپاره اغېزمنه تګلاره نه لري.
پشتین په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې پرلهپسې هدفي وژنې او ناامنۍ د پښتنو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. هغه له پښتنو غوښتي، چې د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره سره متحد شي او په ګډه د خپلو حقونو او خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








