TOOSnews
اعلان
پنټاګون د خبريالانو ننوتل مطبوعاتي دفتر ته منع کړل.
نړۍټوس نیوز

پنټاګون د خبريالانو ننوتل مطبوعاتي دفتر ته منع کړل.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی چې خبریالانو ته به نور د دې وزارت د مطبوعاتي دفتر د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي. دا اقدام د پینټاګون د هغو وروستیو بدلونونو یوه برخه ده چې د رسنیو د لاسرسي په مقرراتو کې رامنځته شوي او د ځینو رسنیزو بنسټونو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د پینټاګون د ویاند سرپرست جوئل والدز وویل چې د دې وزارت مطبوعاتي دفتر اوس د «حساسو او محرم معلوماتو د ساتنې ځانګړې ساحه» بلل شوې ده، ځکه چې د ویناوو لیکوالان پکې کار کوي او طبقه‌بندي شویو معلوماتو ته لاسرسی لري.

هغه زیاته کړه چې د ویناوو لیکوالان په منظمه توګه له محرم معلوماتو سره سروکار لري او د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره د امریکا د حکومت خوندي محرمانه انټرنېټي شبکې، چې «سیپرنېټ» نومېږي، کارولو ته اړتیا لري.

والدز وویل چې د نوو مقرراتو له مخې به خبریالان نور دې اداري ساحې ته د ننوتلو اجازه ونه لري. خو د دفاع وزارت د عامه اړیکو د مرستیال وزیر دفتر او د پینټاګون د ویاند دفتر ته به د مخکیني وخت اخیستلو په صورت کې لاسرسی لا هم ممکن وي.

دا پرېکړه د هغو بدلونونو دوام دی چې په وروستیو میاشتو کې د پینټاګون په ودانۍ کې د رسنیو د حضور او فعالیتونو په تړاو پلي شوي دي. د ډوناډ ټرامپ ادارې په وروستیو میاشتو کې د دولتي او پوځي ادارو لپاره د رسنیو د لاسرسي مقرراتو د بیاکتنې په موخه څو اقدامات کړي دي.

په مارچ میاشت کې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و چې رسنۍ به نور ونه شي کولای په پینټاګون کې خپل دایمي دفترونه وساتي. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې یوه قاضي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په ګټه پرېکړه وکړه او د رسنیو د جوازونو د نوي مقرراتو موضوع یې تر څېړنې لاندې ونیوله.

پینټاګون مخکې هم اعلان کړی و چې خبریالان باید د دې وزارت په ودانۍ کې د تګ راتګ پر مهال د یوه رسمي مامور په ملتیا حرکت وکړي. نیویارک ټایمز د مې میاشتې په جریان کې د دې محدودیت د لغوه کولو لپاره جلا دعوه هم ثبت کړې ده.

د امریکا د مطبوعاتو ملي کلب، چې د خبریالانو له سترو مسلکي سازمانونو څخه دی، دا نوي محدودیتونه د رسنیو پر لاسرسي د «اندېښمنوونکي سختوالي» په توګه یاد کړي دي.

د دې سازمان مشر مارم شوف جونیور ویلي چې د امریکا د پوځ په اړه خپلواکه خبریالي د عامه پوهاوي لپاره ډېره مهمه ده، او د خبریالانو د لاسرسي کمېدل کولی شي پر شفافیت او عامه څارنې منفي اغېز وکړي.

همدارنګه، د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ، چې د رسنیو د ازادۍ ملاتړی غیرانتفاعي سازمان دی، هم د دې پرېکړې مخالفت کړی او د رسنیزو فعالیتونو لپاره یې د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.