په بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې طالبان د جمعهخان فاتح، چې د دې ډلې له بانفوذه قوماندانانو څخه دی او د دروازو په سیمه کې فعالیت لري، سره د اختلافاتو د زیاتېدو له امله د دغه سیمې د قدرت په جوړښت کې د بدلون په اړه غور کوي.
د باخبره سرچینو په وینا، غلامالله، په فاریاب ولایت کې د طالبانو د لواء قوماندان، د هغه د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح شوی دی؛ دا داسې څوکۍ ده چې په رسمي جوړښت کې واضح تعریف نه لري، خو په عملي ډول د یوه سیمهییز قوماندان د نفوذ ښکارندويي کوي.
په ورته وخت کې راپورونه وایي چې د طالبانو د پوځ د ستاد رئیس فصیحالدین فطرت او د هلمند ولایت والي امانالدین بیا ځل فیضآباد ښار ته سفر کړی دی. سرچینې وایي دا سفرونه د کړکېچ د مدیریت او د جمعهخان فاتح د احتمالي نیولو د امر د تطبیق په موخه ترسره شوي دي.
دغه سرچینې همدارنګه زیاتوي چې د دروازو په نسي ولسوالۍ کې له جمعهخان فاتح سره خبرې اترې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي او وضعیت لا هم پېچلی پاتې دی.
جمعهخان فاتح په وروستیو میاشتو کې د بدخشان د طالبانو له مهمو او بانفوذه څېرو څخه ګڼل کېږي او مخکې یې د زابل د والي د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده، خو په دروازو کې یې سیمهییز نفوذ لا هم دوام لري. سرچینې وایي چې د دغو کړکېچونو لویه برخه په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو د کنټرول او استخراج پر سر د سیالۍ سره تړاو لري، هغه سرچینه چې په وروستیو کلونو کې د دې ولایت د قدرت او عاید مهم محور ګرځېدلې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








