TOOSnews
اعلان
د افغانستان او پاكستان د سوداګرۍ بندښت هره مياشت ٢۵۰ ميليونه ډالر زيان اړوي.
اقتصاديټوس نیوز

د افغانستان او پاكستان د سوداګرۍ بندښت هره مياشت ٢۵۰ ميليونه ډالر زيان اړوي.

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولین وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو له نږدې نهو میاشتو راهیسې تړل پاتې کېدو سوداګري په ټپه درولې او دواړو لورو ته یې درانه اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د دغې خونې د معلوماتو له مخې، پاکستان ته تر اوسه شاوخوا ۹۸۰ میلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ میلیونه امریکايي ډالر زیان اوښتی دی. مسوولین زیاتوي، د سوداګریز او اقتصادي زیان ترڅنګ د زرګونه کسانو د کار او روزګار سرچینې هم اغېزمنې شوي او د خلکو ورځنی ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ځایي سوداګرو په وینا، د لارو د تړل کېدو له امله دوه‌اړخیزه سوداګري، واردات، صادرات او ټرانزیټي راکړه ورکړه له جدي خنډونو سره مخ شوې ده.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي وایي، افغانستان د پاکستان له مهمو صادراتي بازارونو څخه دی او هر کال ورته د شاوخوا ۱.۵ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت پاکستاني توکي صادرېږي. هغه زیاته کړه، افغانستان د پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ مهمه ټرانزیټي لاره هم ده، چې هر کال د نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري پرې ترسره کېږي. سرحدي خبرداری ورکړ، چې د لارو اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه سوداګري زیانمنوي، بلکې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات هم سخت اغېزمن کړي دي. د هغه په وینا، یوازې پاکستاني صادرونکو ته شاوخوا ۲۲۵ میلیونه امریکايي ډالر مالي زیان اوښتی دی.

هغه همداراز وویل، هر کال د افغانستان د وارداتو لپاره له ۴۰ زرو څخه تر ۴۵ زرو کانټینرونه د کراچۍ له بندرونو څخه لېږدول کېږي، چې د لارو تړل کېدو دغه بهیر هم ټکنی کړی دی.

بلخوا، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې رییس خان جان الکوزي وایي، پخوا به د دواړو هېوادونو ترمنځ هره میاشت نږدې ۲۰۰ میلیونه ډالره واردات او له ۵۰ تر ۶۰ میلیونه ډالرو صادرات ترسره کېدل، خو اوس سوداګري په بشپړه توګه درېدلې ده.

الکوزي وویل، د همدې وضعیت له امله دواړو هېوادونو ته هره میاشت شاوخوا ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالر ګډ اقتصادي زیان اوړي. هغه خبرداری ورکړ، که د سوداګرۍ محدودیتونه او د لارو تړل همداسې دوام وکړي، نه یوازې به سوداګر له لا ډېرو مالي زیانونو سره مخ شي، بلکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به اوږدمهاله اقتصادي اړیکې هم سختې زیانمنې شي او د سیمې پر اقتصاد به هم منفي اغېزې وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.