TOOSnews
اعلان
پوتین: د روسیې او ایران پر ستراتیژیکو اړیکو،او د همکاریو پر پراخیدو ټینګار وکړ.
نړۍټوس نیوز

پوتین: د روسیې او ایران پر ستراتیژیکو اړیکو،او د همکاریو پر پراخیدو ټینګار وکړ.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په ليدنه کې د مسکو او تهران ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په دوام تأکید وکړ. دغه لیدنه په روسیې کې، د مسکو په پلازمینه کې ترسره شوه.

د ریانووسټي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې پوتین ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت له مشر څخه یې پیغام ترلاسه کړی دی. هغه همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د ایران خلک وکولای شي دغه سخت وختونه تیر کړي او په سیمه کې سوله تامین شي.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې هر هغه هڅه کوي چې د ایران او د سیمې د نورو هېوادونو په ګټه وي. هغه د ثبات او سیمه‌ییزو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ.

عباس عراقچي هم په دې لیدنه کې وویل چې د ایران او روسیې ترمنځ اړیکې یو ستراتیژیک شراکت جوړوي. هغه وویل چې دغه اړیکې به په راتلونکي کې هم دوام لري او نورې به هم پیاوړې شي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې تهران او مسکو په تېرو کلونو کې خپل سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزې همکاریو پراختیا ورکړې ده.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.