TOOSnews
اعلان
پوتین: د روسیې او اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده.
نړۍټوس نیوز

پوتین: د روسیې او اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده.

۲۱ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد د آلمان نازي پر وړاندې د لمانځنې په مراسمو کې وویل چې د هغه په باور د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده.

پوتین زیاته کړه چې د اروپا د راتلونکي امنیتي جوړښت په اړه د خبرو لپاره تیار دی او غوره به وي چې د آلمان پخوانی صدراعظم ګرهارد شرودر، چې له پوتین سره نږدې اړیکې لري، د دې خبرو اړخ وي.

ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ، د غویي ۱۹ مه، د اوکراین جګړې د پیل عوامل د لویدیځ مشران وبلل او ویلي یې دي چې هغوی د ۱۹۸۹ کال د برلین د دېوال له نړېدو وروسته خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړي دي.

د هغه څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته د مې ۹ مه د روسیې، د شوروي اتحاد پر آلمان نازي د بریا ملي ورځې د لمانځنې مراسمو کې وشوې. دا مراسم هر کال د هغو ۲۷ میلیونه شوروي سرتېرو او اتباعو د یادولو لپاره جوړېږي چې په دې جګړه کې وژل شوي وو.

سږنۍ پوځي رژه د تېرو کلونو په پرتله د ټانګونو او توغندیو معمول نندارتون نه درلود ځکه روسي چارواکو اندېښنه درلوده چې اوکراین به د مسکو سور میدان هدف وګرځوي. روسي ځواکونه له څلورو کلونو راهیسې په اوکراین کې جګړه کوي؛ اوږده مهاله له هغه مودې چې د شوروي ځواکونو په دویمه نړیواله جګړه کې برخه اخیستې وه، چې په روسیه کې د “لویې کورنۍ جګړې” په نوم یادېږي.

پوتین چې د ۱۹۹۹ کال له پای څخه د روسیې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه واک لري، اوس په مسکو کې د اوکراین د جګړې په اړه د اندېښنو له څپو سره مخ دی؛ هغه جګړه چې سلګونه زره کسان یې وژلي، د اوکراین پراخې برخې یې ورانې کړي او د روسیې درې ټریلیونه ډالره اقتصاد یې تر فشار لاندې را وستی دی. سربېره پر دې، د روسیې او اروپا اړیکې د سړې جګړې له وخت راهیسې تر ټولو خرابې شوي دي.

کرملین اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب سره د سولې خبرې مؤقتاً درول شوي دي. پوتین څو ځله ټینګار کړی چې روسیه به تر هغه پورې جګړه روانه وساتي تر څو چې خپلې ټولې جګړییزې موخې، چې مسکو یې «ځانګړي نظامي عملیات» بولي، ترلاسه کړي.

روسي ځواکونه تر اوسه د اوکراین د ختیځ د دونباس سیمې ټولې برخې نه دي نیولي او سږکال یې پرمختګ ورو شوی دی. اوس مهال، د اوکراین نږدې پنځمه برخه د روسیې په کنټرول کې ده. روسیه غواړي چې له دې سیمې د یو حائلې سیمې په توګه استفاده وکړي.

د اروپا د شورا مشر انتونیو کوستا تېره اونۍ ویلي چې باور لري اروپایي اتحادیه د دې« وړتیا» لري چې له روسیې سره خبرې وکړي او د اروپا د راتلونکي امنیتي جوړښت په اړه بحث وکړي. پوتین په دې پوښتنه کې چې آیا حاضر دی له اروپایانو سره خبرې وکړي، وویل چې د هغه غوره انتخاب د خبرو لپاره ګرهارد شرودر دی.

هغه وویل: «زما لپاره شخصاً ښاغلی شرودر، د آلمان پخوانی صدراعظم، د خبرو غوره انتخاب دی.»

پوتین او شرودر ډېرې نږدې دوستانه اړیکې لري چې د شرودر د صدارت له دورې راهیسې پيل شوي دي. پوتین تل پر شرودر باور کړی، ځکه هغه په خپلو ژمنو پابند دی او د روسیې لیدلوری درک کوي.

شرودر تل د «د روسیې په ګډون د اروپا امنیتي جوړښت» له نظره ملاتړ کړی دی. پوتین د خبرو لپاره د هغه په ټاکلو سره، په اصل کې د غربي مشرانو لپاره پیغام استوي چې هغه یوازې له هغو کسانو سره خبرې کوي چې د روسیې جیوپولیټیک وزن په رسمیت پېژني او د ناټو د بې حده پراختیا مخالف دي.

پوتین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د لیدو په اړه وویل چې یوازې هغه وخت به ولیدل شي چې د یوې پایدارې سولې هوکړې امکانات رامنځته شي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.