د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه د ملي لوبډلې د یو ورځنیو (ODI) او ټېسټ سیالیو د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکلی او رحمن الله ګربز ته یې د مرستیال لوبډلمشر دنده سپارلې ده.
دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې حشمت الله شهیدي په رسمي توګه د شخصي پرېکړې له مخې د لوبډلمشرۍ له دندې استعفا اعلان کړه.
کرېکټ بورډ ویلي، رحمت شاه به له دې وروسته د یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو مشري پر غاړه ولري، او رحمن الله ګربز به د مرستیال لوبډلمشر په توګه ورسره د لوبډلې په رهبرۍ کې مرسته کوي.
حشمت الله شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال د افغانستان ملي لوبډلې مشري په ۵۵ نړیوالو سیالیو کې کړې وه، چې له دې ډلې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان په ګټه پای ته رسولې دي.
تمه کېږي چې د نوې رهبرۍ تر چتر لاندې به د افغانستان ملي لوبډله د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره خپل چمتووالي ته دوام ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








