TOOSnews
اعلان
په نورستان كې تازه سېلابونو ٨٠ كورونه ويجاړ كړي.
افغانستانټوس نیوز

په نورستان كې تازه سېلابونو ٨٠ كورونه ويجاړ كړي.

۱۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د نورستان ولایت د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د ختیځ نورستان د برګمټال ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سختو سېلابونو له امله شاوخوا ۸۰ استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو سېلابونو کې درې ماشومان لادرکه شوي او یو شمېر څاروي هم تلف شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د زیانونو د دقیقې ارزونې او د لادرکه شویو ماشومانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

تر اوسه د انساني تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو سیمه‌ییز چارواکي وايي، د وروستیو بارانونو له امله د سېلابونو خطر لا هم پر ځای دی او له خلکو یې غوښتي چې د سیندونو او سېلاب‌ځپلو سیمو له نږدې کېدو ډډه وکړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.