TOOSnews
اعلان
د طالبانو دوه چارواكي په جنيوا كې ليدل شوي.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو دوه چارواكي په جنيوا كې ليدل شوي.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینو د جمعې په ورځ له جنیوا څخه د یو انځور د ترلاسه کېدو خبر ورکړی، چې پکې د طالبانو دوه چارواکي د دغه ښار په «ماینینګر» هوټل کې لیدل شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه دوه تنه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند چارواکي دي او تمه کېږي چې د اوبو په تړاو په هغه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په جنیوا کې جوړېږي.

ټاکل شوې ده ملګري ملتونه په جنیوا کې د «د پولې هاخوا اوبو په اړه د همکاریزو هوکړو او نورو ترتیباتو د پراختیا، بیاکتنې او بیا راژوندي کولو نړیوال تخصصي ورکشاپ» په نوم یوه تخصصي غونډه ترسره کړي. دغه غونډه به د جون په ۲۲مه او ۲۳مه نېټه، چې د چنګاښ له دویمې تر درېیمې نېټې سره سمون خوري، د جنیوا په ښار کې جوړه شي.

تر اوسه د غونډې تنظیموونکو د ګډونوالو رسمي نوملړ نه‌دی خپور کړی. د غونډې له دارالانشا څخه د افغانستان د احتمالي استازو د ګډون په اړه پوښتنه شوې، خو تر اوسه یې کوم رسمي ځواب نه‌دی ورکړل شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.