هرات – يوې ځایي سرچينې رسنيو ته ويلي چې د طالبانو ځواکونو د چهار شنبې په ورځ يو ځل بيا د هرات ښار په بېلابېلو سيمو کې لسګونه ځوانې ښځې او نجونې نيولې دي.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، نيول شوې ښځې او نجونې د ښار له بېلابېلو برخو راټولې شوي او نامعلومو ځايونو ته لېږدول شوي دي. ځایي سرچينې د هرات اوسنۍ وضعیت اندېښمنوونکی بللې او وايي چې د ښار په کچه د وسلهوالو ځواکونو پراخ شتون د خلکو تر منځ د وېرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.
د عيني شاهدانو په وينا، د طالبانو ځواکونه د ښار په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوي او ښځې د هغوی د جامو ډول ته له پامه پرته نيسي. راپورونه ښيي چې حتی هغه ښځې هم له دې نيونو خوندي نه دي پاتې شوي چې بشپړ حجاب او پوښښ يې درلود.
ځایي سرچينې وايي چې نيول شوې ښځې په ډلهييز ډول د نظامي موټرو او لویو وسایطو دننه لېږدول شوي او وروسته نامعلومو ځايونو ته وړل شوي دي. همدارنګه پر موټرسایکلونو سپاره وسلهوال کسان د ښار په بېلابېلو برخو کې ګزمې کوي او د دې عملياتو په ترسره کولو کې برخه لري.
شاهدان ټينګار کوي چې ټول هغه ځواکونه چې په دې عملياتو کې ښکېل دي وسلهوال وو او د هغوی پراخ شتون د ښار د اوسېدونکو تر منځ د ډار او اندېښنې فضا لا زياته کړې ده.
د ځایي سرچينو په وينا، دا نيونې د کوم ځانګړي قوم، مذهب يا ډلې پورې محدودې نه دي او د هرات ښار له بېلابېلو قشرونو او سيمو څخه ښځې د دې اقداماتو هدف ګرځېدلې دي.
د دې راپور د خپرېدو تر مهاله، د طالبانو چارواکو د دې نيونو د علت، د نيول شويو کسانو دقيق شمېر او د هغوی د ساتنې د ځای په اړه څه نه دي ويلي.
لیکواله:سلیمه آریایي








