لیکواله:سلیمه آریایي
د رویټرز خبري اژانس د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اسلامي جمهوري له خوا وړاندې شوی نوي وړاندیز څخه خوشاله نه دی؛ ځکه چې دغه طرح د ایران د هستهای پروگرام سره تړاو نه لري.
د دې راپور پر بنسټ، ډونالډ ټرمپ د اسلامي جمهوري له خوا وړاندې شوی وړاندیز له خپلو لوړپوړو ملي امنیتي سلاکارانو سره څېړلی دی.
ایراني سرچینو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې دغه وړاندیز د ایران د هسته ای پروگرام په اړه خبرې تر جګړې پای ته رسېدو او په خليج کې د کښتۍ چلولو اړوند اختلافاتو تر حل پورې ځنډوي.
په مقابل کې، واشنګټن ټینګار کړی چې د ایران د هستهای پروگرام اړوند موضوعات باید د خبرو اترو له پیل څخه په اجنډا کې واچول شي.








