د رومانیې پارلمان د خپل هېواد د حکومت پر وړاندې د عدم اعتماد رایه ورکړه او د ایلیه بولوجان په مشرۍ کابینه یې له واکه لرې کړه.
دغه رایه د ۲۰۲۶ کال د مې په ۵ مه د رومانی پارلمان کې تصویب شوه او د ۲۸۱ موافقو رایو سره د حکومت د ړنګېدو لپاره اړین حد ته ورسېده. د بولوجان حکومت د اروپایي اتحادیې ملاتړي ائتلاف په چوکاټ کې فعالیت کاوه.
د دې رایې له تصویب وروسته، اوسنی حکومت خپله دنده پای ته رسوي، خو تر څو چې نوې کابینه جوړه نه شي، د سرپرست په توګه به خپلې چارې جاري ساتي. د نوي حکومت جوړولو پروسه اوس د رومانیې سیاسي ادارو په اجنډا کې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








