TOOSnews
اعلان
روسيې افغانستان ته د پټرولو او الوتكو د تېلو صادرات كم كړي.
اقتصاديټوس نیوز

روسيې افغانستان ته د پټرولو او الوتكو د تېلو صادرات كم كړي.

۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسي رسنیو د راپور له مخې، روسیې د روان کال په جون میاشت کې افغانستان ته د پټرولو او الوتکو د تېلو صادرات د پام وړ راکم کړي، خو د ډیزلو صادرات یې زیات کړي دي.

د راپور له مخې، په دې موده کې د روسیې د پټرولو صادرات افغانستان ته ۳۴ سلنه او د الوتکو د تېلو صادرات ۹۲ سلنه کم شوي، په داسې حال کې چې د ډیزلو صادرات ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

د بازار د معلوماتو له مخې، د پټرولو د وارداتو کمښت په افغانستان کې د سون‌توکو پر بازار مستقیم اغېز کړی او د هېواد په بېلابېلو پټرول پمپونو کې د پټرولو بیې په چټکۍ لوړې شوي دي.

راپور زیاتوي، روسي شرکتونه د افغانستان د پټرولو له مهمو عرضه کوونکو څخه دي. په دغو شرکتونو کې روس‌نفت د پټرولو د صادراتو نږدې نیمایي برخه برابروي، ورپسې ګازپروم نفت خېم سالاوات او ګازپروم نفت هم د افغانستان بازار ته د سون‌توکو په رسولو کې مهم رول لري.

د پټرولو او الوتکو د تېلو د صادراتو کمښت د افغانستان د سون‌توکو پر اکمالاتو منفي اغېز کړی، خو په ورته وخت کې د ډیزلو د صادراتو زیاتوالي د دې توکي د عرضې کچه لوړه ساتلې ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.