د طالبانو اداره او روسیه پر یوې نوې اقتصادي طرحې کار کوي چې له مخې به یې د روسیې، په ځانګړي ډول د تاتارستان نفت افغانستان ته لېږدول کېږي، دلته به په کورنیو تصفیه خونو کې پروسس کېږي او وروسته به د پټرولو او ډیزلو په بڼه بېرته روسیې ته صادرېږي.
په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مسوول، رستم حبیب الله، له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د نفتو د تصفیې فابریکو کلنی ظرفیت له یو میلیون ټنو زیات دی. د هغه په وینا، ټاکل شوې چې د روسي شرکتونو په همکارۍ دوه نورې سترې د نفتو د تصفیې فابریکې هم جوړې شي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې به د نفتو هغه څاګانې هم بېرته فعالې شي چې د پخواني شوروي اتحاد له دورې راهیسې تړلې پاتې دي. نوموړي ویلي، که څه هم د نفتو تولید مخ په زیاتېدو دی، خو لا هم د هېواد د تصفیه خونو د بشپړ ظرفیت د فعالولو لپاره بسنه نه کوي.
د رستم حبیب الله په وینا، دواړه لوري د نفتو او سون توکو د متقابلې تبادلې پر میکانیزم کار کوي، خو د احتمالي هوکړې د عملي کېدو د نېټې او د تبادلې د حجم په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا پرمختګ داسې مهال مطرح کېږي چې روسیه د سون توکو د وارداتو د پراخولو هڅې کوي. د راپورونو له مخې، روسیې ته له هند څخه د پټرولو بار وړونکي دوه ټانکرونه لېږدول کېږي، ۵۰ زره ټنه نور سون توکي به له قزاقستان څخه ورسېږي او مسکو له بېلاروس څخه د سون توکو د پېرلو لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.
بلخوا، د چاپېریال او انرژۍ برخې شنونکي خبرداری ورکوي چې که د نفتو د تصفیې صنعت له نړیوالو چاپېریالي معیارونو سره سم مدیریت نه شي، د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا خطر به زیات کړي.
لیکوال:سعید سمیر








