TOOSnews
اعلان
د ایټالیا او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د فارس خلیج او د اوکراین جګړې په اړه خبرې وشوې.
نړۍټوس نیوز

د ایټالیا او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د فارس خلیج او د اوکراین جګړې په اړه خبرې وشوې.

۱۹ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په روم ښار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو تناوونو په اړه خبرې وکړې، چې د ایران د جګړې له امله رامنځته شوي دي. دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه‌ چې د ایټالیا او د ډونالډ ټرمپ د حکومت ترمنځ اړیکې په تېرو څو اونیو کې د سیاسي فشارونو سره مخ شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د مې ۸مه، راپور ورکړی چې دواړو لورو په دې ناسته کې د فارس خلیج، د اوکراین جګړه، د امریکا د اروپايي توکو پر وارداتو تعرفې، او همدارنګه د روم او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیزې همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د دې راپور پر بنسټ، امریکایي چارواکو د ایټالیا د ایران جګړې پر وړاندې ځایګاه،او د دې هېواد له خوا د امریکا او اسرائیل د پوځي عملیاتو څخه نه ملاتړ کولو له امله ناخوښي څرګنده کړې ده. دغه اختلافات په تېرو څو اونیو کې د دواړو غربي متحدینو ترمنځ د تناوونو یو له مهمو محورونو څخه شوي دي.

همدارنګه، ایټالیايي چارواکو ټینګار کړی چې د امریکا د رسمي غوښتنې پرته، د سیګونلا په جزیره کې د ایټالیا د پوځي اډې د کارونې اجازه نه ورکول د دې هېواد خپله پرېکړه وه.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د واشنګټن او روم ترمنځ د ایران جګړې په اړه اختلافاتو د دواړو لورو ترمنځ سیاسي تناو زیات کړی او د اروپا او امریکا سیاسي محافلو پام یې ځان ته اړولی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.