د خيبر پښتونخوا وزير اعلا سهیل افریدي په يوه قبایلي جرګه کې د وینا پر مهال د پاکستان پر پوځيانو توندې نیوکې وکړې او ويې ويل چې د هغوی ناسمه رویه د خلکو او دولت ترمنځ د بېباورۍ مهم لامل ګرځېدلې ده.
نوموړي د قبایلي مشرانو او د پارلمان د استازو سپکاوی یو ناسم او د نه منلو وړ عمل وباله، او ټینګار یې وکړ چې دا ډول کړنې د ټولنې دودیز ارزښتونه زیانمنوي. د هغه په وینا، دا د زغم له پولې اوړي چې یو عسکر دې پر سپینږیرو او قومي مشرانو لاس پورته کړي.
افرېدي په احساساتي انداز کې پوځيانو ته په خطاب کې وویل چې هغوی باید د خپل یونیفورم درناوی وکړي او له ولس سره د عزت چلند خپل کړي، ځکه چې د خلکو سپکاوی د پوځ حیثیت ته زیان رسوي.
هغه زیاته کړه چې د همدې چلند له امله د خلکو او پوځ ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي، او دا وضعیت ان تر دې رسېدلی چې ځینې خلک نور د هېواد ملي سمبولونو ته هم په پخواني ډول درناوی نه کوي.
د خيبر پښتونخوا وزيراعلا په پای کې خبرداری ورکړ چې که د پوځيانو دا ډول کړنې دوام ومومي، د خلکو غوسه به نوره هم زیاته شي او دا به د ټولنیز ثبات لپاره جدي پایلې ولري.
لیکوال:سعید سمیر








