سرچینو رسنیو ته ویلي دي چې د طالبانو د عدلیې وزارت د کابل په لوېدیځ کې د "امید سبز" ښارګوټي اوسېدونکو ته د زمري میاشتې تر پنځلسمې نېټې پورې وخت ورکړی دی چې خپل کورونه تش کړي. د سرچینو په وینا، دا امر د یکشنبې په ورځ د یاد ښارګوټي د ګذر له وکیلانو او د معاملاتو د لارښوونې دفترونو له مسؤلینو سره په یوه ناسته کې ابلاغ شوی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو مامورینو په ورته وخت کې د امید سبز ښارګوټي د معاملاتو د لارښوونې دفترونه مهر و لاک کړي دي. تر اوسه د طالبانو مسؤلینو د دې اقدام د علت په اړه رسمي توضیحات نه دي ورکړي.
د هغې خبرتیا له مخې چې د رسنیو په واک کې ورکړل شوې، د زمري میاشتې له یوولسمې نېټې (یکشنبې) راهیسې هېڅ یو اوسېدونکی حق نه لري چې خپل کورونه په کرایه ورکړي او یا له کرایه نیشینانو څخه کرایه ترلاسه کړي. په دې خبرتیا کې دغه راز ټینګار شوی چې د زمري پنځلسمه، پنجشنبه به د کورونو د تشولو او د دغه ښارګوټي د پرېښودلو وروستۍ نېټه وي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د روان لمریز کال د غويي میاشتې په پیل کې د طالبانو اختصاصي محکمې د امید سبز ښارګوټي تر ۱۵۰۰ جریبه ډېره ځمکه دولتي اعلان کړې وه. دې پرېکړې د یادې ځمکې د مالکیت د وضعیت په اړه د راتلونکو اقداماتو زمینه برابره کړه.
طالبانو د ۱۴۰۴ لمریز کال په وري میاشت کې د امید سبز ښارګوټي د ځمکو د مالکیت د څېړلو بهیر پیل کړ. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د دغه ښارګوټي یوه برخه ځمکه دولتي اعلان کړه.
د دې راپور تر خپرېدو پورې، طالبانو د تخلیې د امر د پلي کولو د جزییاتو، د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو د برخلیک او د هغوی وضعیت ته د رسېدنې د څرنګوالي په اړه نور رسمي توضیحات نه دي خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








