TOOSnews
اعلان
سرچينې: د نجونود وهلو په پېښه كې ښکېل موټر دولتي و.
افغانستانټوس نیوز

سرچينې: د نجونود وهلو په پېښه كې ښکېل موټر دولتي و.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

باخبره سرچینو ویلي، هغه موټر چې څه موده وړاندې یې په کابل کې څو نجونې وهلې او ټپي کړې وې، د طالبانو د یوه چارواکي اړوند و. د سرچینو په وینا، دغه سپین رنګه لېنډکروزر دولتي موټر و او د اسلام‌کلا ګمرک د طالبانو له مسوول مولوي احسان‌الله احسان سره تړاو لري.

سرچینو د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د پېښې پر مهال یاد طالب چارواکی په موټر کې سپور و او که نه.

یاده پېښه د غبرګولي په ۱۷مه د کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې رامنځته شوې وه، کله چې یو لېنډکروزر موټر پر هغو ځوانو نجونو ورغی چې د سړک پر غاړه روانې وې. د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ څو ورځې وروسته اعلان وکړ چې د پېښې عامل نیول شوی او د قضیې په تړاو پلټنې روانې دي.

په خپرو شویو انځورونو کې د نیول شوي کس څېره پټه ساتل شوې او هغه د یوه لېنډکروزر موټر مخې ته ولاړ ښکاري، خو طالبانو تر اوسه د تورن کس د هویت او د پېښې د نورو جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.

سرچینې وایي، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د امنیتي کمرو ثبت شوې ویډیوګانې ارزول شوي او څېړنو ښودلې چې موټر له پېښې وروسته تښتېدلی او وروسته د یوه طالب چارواکي کور ته ننوتی دی. د سرچینو په وینا، دغه کور د اسلام‌کلا ګمرک له یوه مسوول سره تړاو لري.

همداراز ویل شوي چې موټر نمبرپلېټ نه درلود او ښیښې یې تورې وې، هغه څه چې د پېښې له خپرو شویو انځورونو سره هم سمون لري. سرچینې زیاتوي چې د موټر چلوونکی دا مهال د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په توقیف کې ساتل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د اسلام‌کلا ګمرک د مسوول دنده ځنډولې او دوسیه یې پوځي محکمې ته سپارلې ده، خو تر اوسه په رسمي ډول د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې سرچینې ادعا کوي چې د ټپي شویو نجونو له کورنیو سره اړیکې نیول شوي او ترې غوښتل شوي چې د پېښې له رسنیزې کېدو ډډه وکړي. که څه هم طالبانو تل ویلي چې د امنیتي کمرو له لارې وضعیت تر څار لاندې ساتي او بې‌نمبرپلېټه موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خو د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې ښکېل موټر نه نمبرپلېټ درلود او نه یې هم عادي ښیښې لرلې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.