TOOSnews
اعلان
طالبان:د روان کال تر پایه به ۶۱ نوي روغتونونه ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.
اقتصاديټوس نیوز

طالبان:د روان کال تر پایه به ۶۱ نوي روغتونونه ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي وایي، د روان کال تر پایه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۱ نوي روغتونونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

صدیقي ویلي، د طالبانو د مشر د حکم له مخې په ټول هېواد کې د ۳۱۸ روغتیايي مرکزونو او روغتونونو د جوړېدو منظوري ورکړل شوې ده.

د نوموړي په وینا، د یادې طرحې له مخې هغو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې اوسېدونکي یې روغتیايي خدمتونو ته کافي لاسرسی نه لري او له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو په جوړېدو سره به په ګڼو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ظرفیت لوړ شي او خلکو ته به د درملنې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده او ګڼې ښځې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د زیږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.