طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې مشر ملا هبتالله اخوندزاده د برېښنا د انرژۍ د پراختیا پنځه کلن پلان منظور کړی دی.
د طالبانو د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت دفتر د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۶مه، ویلي چې په دې پلان کې د کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید لسګونه پروژې شاملې دي، چې د اوبو، لمریزې انرژۍ، بادي انرژۍ او ډبروسکرو پر بنسټ ولاړې دي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې د برېښنا د تولیدي پروژو ترڅنګ، د برېښنا د لېږد مزي، سبسټېشنونه او د برېښنا د وېش شبکې پراخول هم شامل دي.
طالبانو ویلي، د دې پلان پلي کېدل به د وارداتي برېښنا پر وړاندې د افغانستان اتکا راکمه کړي او د هېواد د انرژۍ د سکتور د پیاوړتیا لپاره به زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان لا هم د برېښنا له کمښت او د انرژۍ د تولید د زېربناوو له پراخو ستونزو سره مخ دی، او د خپلې اړتیا وړ برېښنا د پام وړ برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








