TOOSnews
اعلان
طالبانو په افغانستان کې د تراکتورونو د مونتاژ او تولید طرحه تصویب کړه.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو په افغانستان کې د تراکتورونو د مونتاژ او تولید طرحه تصویب کړه.

۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې په افغانستان کې د تراکتورونو او کرنیزو ماشین‌آلاتو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه تصویب شوې ده. د دغه دفتر په وینا، دا طرحه د خصوصي سکتور له لوري وړاندې شوې وه او تر ارزونې وروسته یې تایید ترلاسه کړی دی.

دغه دفتر د چهارشنبې په ورځ، د زمري ۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې طرحې موخه په هېواد کې د تراکتورونو او یو شمېر هغو کرنیزو ماشین‌آلاتو د مونتاژ او تدریجي تولید بهیر پیلول دي چې د کرنې سکتور ورته اړتیا لري. خو د دې طرحې د عملي کېدو د پیل نېټې او د پانګونې د کچې په اړه یې هېڅ ډول جزئیات نه دي خپاره کړي.

اوس مهال د کرنې ډېری پرمختللي ماشین‌آلات، په ځانګړي ډول تراکتورونه، له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته واردېږي. د افغانستان په بازار کې موجود ډېری تراکتورونه د ایران، روسیې، هند، چین او پاکستان جوړ دي او د کرنې د سکتور اړتیاوې پوره کوي.

په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ځینو کرنیزو ماشین‌آلاتو کورنی تولید هم پیل شوی دی. له هغې ډلې د تریشر ماشین د یو شمېر خصوصي شرکتونو له خوا تولیدېږي او د دغو تجهیزاتو د جوړولو بهیر په تدریج پراخ شوی دی.

د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره د لومړي ځل لپاره، د ننګرهار ولایت د یوې خصوصي کمپنۍ له خوا تولید شوي ۱۲ د ترېشر ماشینونه تاجکستان ته صادر شول. له هغه وروسته د دې ډول کرنیزو ماشین‌آلاتو د تولید او صادراتو بهیر د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونو ته هم پراخ شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.