TOOSnews
اعلان
طالبانو لارښوونه: د جمعې خطبې دې د ښځو د حجاب په اړه وي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو لارښوونه: د جمعې خطبې دې د ښځو د حجاب په اړه وي.

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر ادارې لاندې د حج او اوقافو وزارت له خوا د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې د جوماتونو امامانو او خطیبانو ته په یوه تازه لارښود کې سپارښتنه شوې چې د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه خطبې دې د ښځو د حجاب د ځانګړنو تشرېح ته ځانګړې کړي.

په دغه لارښود کې ټینګار شوی چې د طالبانو له نظره حجاب باید داسې وي چې د ښځې ټول بدن په بشپړ ډول پټ کړي، او داسې جامې وکارول شي چې د بدن د غړو د څرګندېدو مخه ونیسي. همداراز د پراخو، پنډو، بې‌زینته او بې‌عطره جامو پر اغوستو هم ټینګار شوی دی.

لارښود کې ښځې له تنګو او بدن ته نښتو جامو او هغو جامو له اغوستو منع شوي دي چې د پام رااړولو لپاره وي. همدارنګه ویل شوي چې د ښځو لباس باید د نارینه‌وو یا غیرمسلمانانو له جامو سره ورته والی ونه لري او د ځان ښودنې یا شهرت ترلاسه کولو په موخه ونه کارول شي.

په یاد لارښود کې بې‌حجابي «د یهودو دسیسه» بلل شوې او بې‌حجابه ښځې «منافقې» یادې شوي دي، او خبرداری ورکړل شوی چې بې‌حجابي او د ښځو او نارینه‌وو ګډ حضور کولی شي په ټولنه کې د فساد د پراختیا لامل شي.

دغه لارښوونه په داسې حال کې خپره شوې چې د ۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي، چې په کې زده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو ته د لاسرسي بندیزونه هم شامل دي.

نړیوال بنسټونه وایي چې ښځې په افغانستان کې له عامه ژوند څخه څنډې ته شوي، او د بشري حقونو فعالان او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» په توګه یادوي او د نړیوالې ټولنې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

طالبان بیا دا تورونه ردوي او وایي چې ټول اقدامات یې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.