له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول پنجشېر کې، د کانونو د استخراج بهیر پراخ شوی، خو شنونکي او کانکېندونکي وايي، د کارګرو خوندیتوب ته کافي پاملرنه نه کېږي او ډېری کارګر له معیاري حفاظتي وسایلو پرته په خطرناکو شرایطو کې کار کوي.
د پنجشېر په کانونو کې کارکوونکي وایي، د ټیټ معاش له امله د ځان لپاره د حفاظتي وسایلو د اخیستو توان نه لري او شرکتونه هم یوازې یوه حفاظتي خولۍ ورکوي. د دوی په وینا، د حفاظتي تجهیزاتو نشتوالی د دې لامل شوی چې په کاني پېښو کې هر کال ګڼ کارګر خپل ژوند له لاسه ورکړي.
بل لور ته، د پنجشېر لپاره د طالبانو مسوولین ادعا کوي چې د کانونو د استخراج له پراخېدو سره په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، نږدې زر پنجشېري ځوانان د زمرد او نورو قیمتي ډبرو په پېر او پلور بوخت دي او د داوطلبیو له لارې عاید ترلاسه کوي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په پنجشېر کې ۱۶ ډوله کانونه سروې شوي او د زمرد، بېروج او نورو قیمتي منرالونو د استخراج چارې روانې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کانونو ۴۰ سلنه کارګر په میاشت کې له ۶ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي.
سره له دې، پر طالبانو نیوکې کېږي چې د کانونو استخراج په غیرمعیاري ډول ترسره کوي، چې له امله یې د کاني سرچینو د ضایع کېدو ترڅنګ چاپېریال ته هم زیان رسېږي. په بدخشان او تخار ولایتونو کې ځايي اوسېدونکو د اوبو د کمښت، چاپېریالي زیانونو او د کانونو له عوایدو د سیمې د خلکو د نه برخمنېدو پر ضد څو ځله اعتراضونه کړي او ځینې وختونه یې له طالبانو سره نښتې هم کړي دي.
شنونکي ټینګار کوي چې د نړیوالو معیارونو له مخې باید د کانونو استخراج د سیمې د خلکو په سلا، د چاپېریال ساتنې د متخصصینو په ارزونو او د شفافیت او عدالت پر بنسټ ترسره شي، څو هم د طبیعي سرچینو ساتنه وشي او هم د سیمهییزو اوسېدونکو ګټې خوندي پاتې شي.
لیکوال:سعید سمیر








