ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل چې د افغانستان له خاورې څخه پر هېڅ هېواد برید نه کېږي. هغه له پاکستانه وغوښتل چې پر طالبانو د تورونو پر ځای، په خپل هېواد کې د وسلهوالو ډلو فعالیت او تحرکات محدود کړي.
د ملي ټلویزیون، چې د طالبانو تر ادارې لاندې دولتي رسنۍ ده، د دوشنبې په ورځ د ثور ۲۱ مه د ذبیحالله مجاهد د غږیز پیغام خپرونه وکړه، چې پکې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وروستۍ څرګندونې رد شوې دي.
د طالبانو ویاند وویل چې دا اداره اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه پر هېڅ هېواد، په شمول د پاکستان، برید وشي.
عاصم منیر، د پاکستان د پوځ مشر، د یکشنبې په ورځ د پاکستان او هند تر منځ د څلورو ورځو جګړې د لومړي کال په یاد مراسمو کې وویل چې د وسلهوالو ډلو فعالیت د افغانستان له خاورې روان دی او طالبان باید «د ترهګرو پناه ځایونه» له منځه یوسي.
هغه په خپله وینا کې په راولپنډي کې زیاته کړه چې هند د جګړې په میدان کې له ناکامۍ وروسته، خپل پخوانی سیاست بیا پلي کړی دی او د ترهګرۍ ملاتړ پیل کړی، او همدا راز ویې ویل چې امنیتي ګواښونه یوازې د هند لخوا نه، بلکې د افغانستان له خاورې هم روان دي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








