TOOSnews
اعلان
پاكستاني طالبانو په جنوبي وزيرستان كې تښتول شوي اووه پوليس خوشې كړل.
نړۍټوس نیوز

پاكستاني طالبانو په جنوبي وزيرستان كې تښتول شوي اووه پوليس خوشې كړل.

۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

پاکستاني طالبانو د یوې جرګې په منځګړتوب د جنوبي وزیرستان د سراروغه تحصیل څخه تښتول شوي اووه پولیس خوشې کړي دي.

د پولیسو سرچینو ویلي، چې له پېښې وروسته سیمه‌ییزو مشرانو د تښتول شویو سرتېرو د خوشې کېدو لپاره له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره خبرې اترې پیل کړې، چې په پایله کې یې ټول یرغمل شوي کسان په خوندي ډول خپلو سیمو ته ستانه شول.

سرچینې زیاتوي، چې د خوشې کېدو د هوکړې د شرایطو په اړه تر اوسه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

د راپورونو له مخې، د سراروغې د پولیسو افسر احمد شاه له بم شنډولو ډلې سره یوځای پړتګي سیمې ته د چاودېدونکو توکو د شنډولو لپاره تللی و، خو د بېرته ستنېدو پر مهال په بنګي ووله سیمه کې د وسله‌والو له لوري وتښتول شو.

یو شمېر سرچینې ادعا کوي، چې یاد پولیس د پاکستاني طالبانو د ځینو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شوي، خو د پاکستان چارواکو تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.