د افغانستان بانک په يوه نوې اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان ته د سيمهييزو هېوادونو د اسعارو راوړل منع دي او ټول سوداګر، صرافان، ترانسپورټي شرکتونه او مسافر بايد دا پرېکړه جدي ونیسي.
په اعلاميه کې له اړوندو لورو غوښتنه شوې، چې له ځانونو سره د سيمې هېوادونو اسعار افغانستان ته نه راوړي، بلکې د افغانۍ د پياوړتيا لپاره ټولې راکړې ورکړې يوازې په افغانيو ترسره کړي.
افغانستان بانک ټينګار کړی: «افغانۍ د سيمې هېوادونو له کرنسيو څخه باثباته ده. يوازې په افغانيو راکړه ورکړه وکړئ.»
دغه اقدام د پولي ثبات د ساتلو، د اسعارو د قاچاق د مخنيوي او د افغانۍ د ارزښت د پياوړتيا په هدف ترسره شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








