د وېنزویلا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمالي ساحل کې د دوو پرلهپسې زورورو زلزلو له امله تر اوسه ۲۳۵ کسان مړه شوي، څه باندې ۴ زره او ۳۰۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۵۰ زره کسان لا هم نادرکه ګڼل کېږي. له دغې مرګونې پېښې وروسته ۱۳۸ نورې کوچنۍ زلزلې هم ثبت شوي دي.
د راپورونو له مخې، دواړه زلزلې د چهارشنبې ورځې له غرمې وروسته د ۳۹ ثانیو په واټن رامنځته شوې. لومړۍ زلزله د ۷.۲ رېښتر په کچه د سان فلیپې سیمې ته نږدې او ورپسې د ۷.۵ رېښتر په کچه اصلي زلزله د یومارې ښار سوېل ختیځ کې شوې ده.
د وېنزویلا د ملي شورا مشر خورخه رودریګز ویلي، د زلزلو له امله لږ تر لږه ۳۴۶ بېلابېل تاسیسات زیانمن شوي چې ۲۵۰ د استوګنې ودانۍ، ۲۰ سوداګریز مرکزونه او اته روغتونونه هم پکې شامل دي. د هغه په وینا، تر ټولو ډېره مرګژوبله او مالي زیان د لاګوایرا په ساحلي ایالت کې اوښتی دی.
ځمکپوهانو دا پېښه د «غبرګو زلزلو» نوم یوه نادره طبیعي پدیده بللې، چې پکې دوه پیاوړې ټکټونیکي زلزلې نږدې په یوه وخت او یوه سیمه کې رامنځته کېږي.
له دې مرګونې پېښې وروسته ګڼو هېوادونو د ژغورنې ډلې، تخصصي تجهیزات او بشري مرستې وېنزویلا ته استولي دي. امریکا د ژغورنې او لوژستیکي عملیاتو د ملاتړ لپاره پوځي تجهیزات ځای پر ځای کړي، او برازیل هم د لټون او ژغورنې ۳۶ متخصصین له یوې پوځي باروړونکې الوتکې سره دغه هېواد ته استولي دي.
همداراز اکوادور، السلوادور، مکسیکو، چیلي، کولمبیا، کیوبا او یو شمېر نورو هېوادونو هم د ژغورنې ډلې، ډاکټران، روزل شوي سپي او بشري مرستې وېنزویلا ته لېږلي یا یې د لېږلو ژمنه کړې ده.
لیکوال:سعید سمیر








