TOOSnews
اعلان
په ايران كې د انټرنيټ پرې كېدل ۶۳مې ورځې ته وغځېدل.
نړۍټوس نیوز

په ايران كې د انټرنيټ پرې كېدل ۶۳مې ورځې ته وغځېدل.

۱۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د انټرنېټ څار بنسټ نېټ‌بلاکس راپور ورکړی، چې په ایران کې د انټرنېټ پرې کېدو لړۍ ۶۳مې ورځې ته غځېدلې ده. د دې بنسټ په وینا، دا اوږدمهاله محدودیتونه نه یوازې د هېواد دننه اړیکې اغېزمنې کړې، بلکې بهر مېشتو ایرانیانو ته یې هم جدي ستونزې رامنځته کړې دي.

نېټ‌بلاکس زیاتوي، چې د انټرنېټ د دوامدارې قطع کېدو له امله ډېری ایرانیان نه‌شي کولای د خپلو کورنیو او دوستانو د امنیت، روغتیا او عمومي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي. دا وضعیت د اندېښنو د زیاتېدو لامل شوی او د بشري اړیکو پر عادي بهیر یې منفي اغېزې کړي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا ډول پراخ او اوږدمهاله محدودیتونه کولای شي اقتصادي فعالیتونه، د معلوماتو ازاد جریان او د خلکو ورځنی ژوند له جدي خنډونو سره مخ کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.