TOOSnews
اعلان
د ایران اسلامى جمهوري یو تن اعتراض کوونکی په مشهد کې اعدام کړ.
نړۍټوس نیوز

د ایران اسلامى جمهوري یو تن اعتراض کوونکی په مشهد کې اعدام کړ.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران اسلامي جمهوري د مشهد د اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې، ابراهیم دولت‌آبادي، چې د جنوري د میاشتې په اعتراضونو کې نیول شوی وو، د «محاربې» په تور اعدام شوی دی. د بشري حقونو د یوه بنسټ د راپور له مخې، د هغه د اعدام حکم د مشهد د انقلابي محکمې لخوا صادر شوی و او وروسته په عالي محکمې کې تایید شو.

ابراهیم دولت‌آبادي دوه ماشومان درلودل، او له هغه سره یوځای دوه وروڼه او یو ځوان زوی یې هم نیول شوي وو. د دې کسانو په اړه نور جزئیات او د هغوی برخلیک تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.

مخکې له دې، دوو د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی وو چې د جنوري میاشتې د اعتراضونو څخه نیول شویو سلګونو کسانو سره د اعدام حکم صادرېدو ته تهدید موجود دی. دې اعتراضونو، د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، د امنیتي ځواکونو لخوا کنټرول او پراخو اقداماتو سره مخ و.

د راپورونو له مخې، په دې پېښو کې زرګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره کسان نیول شوي دي. دقیقې او خپلواکې شمېرې لا تر اوسه د رسمي سرچینو له خوا نه دي تایید شوي، خو بشري حقونو سازمانونه د دې پېښو پراخوالی تاییدوي.

د «ایران د بشري حقونو سازمان» او «د اعدام خلاف یوځای» ګډ راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ایران اسلامي جمهوري لږ تر لږه ۱۶۳۹ کسان اعدام کړي دي. دغه شمېر، د دې بنسټونو په وینا، د تېرو ۳۶ کلونو په اوږدو کې ترټولو لوړه کچه ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.