TOOSnews
اعلان
د لندن محکمې د افغان پناه غوښتونکي، د وژنې او چاقو سره برید تورونه څیړي.
نړۍټوس نیوز

د لندن محکمې د افغان پناه غوښتونکي، د وژنې او چاقو سره برید تورونه څیړي.

۸ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

لیکواله:سلیمه آریایي

سکایی نیوز رسنۍ راپور ورکړیې چې یوه افغان پناه‌ غوښتونکې دلندن په لوېدیځ کې دوه کسان په چاقو سره ژوبلولو اعتراف کړی دی.

د دې راپور پر بنسټ،۲۳ کلن صفي داوود د یو کس د قتل او د خپل کور مالک او یو ۱۴ کلن هلک د وژلو هڅې په تور تیړګوای شوي دی.

د دې رسنۍ په وینا، متهم په محکمې کې د خپل کور مالک ته د “جدي فزیکي زیان” او ۱۴ کلن هلک ته د “فزیکي زیان” اړولو یو څه تورونه منلي دي.

دا پېښه د تېر کال د اکتوبر په۲۷مه نېټهٔ رامنځته شوې وه. د محکمې د څرګندونو پر بنسټ، متهم د دوه کسانو برید کولو وروسته، د یوه شاهد په لور هم د چاڼو سره نږدې شوی و، خو یوه ګاونډي هغه ته د دڼې په واسطه برید وکړ او هغه ته یې واپسۍ ته اړ کړ.

په تېره محکمې کې ویل شوي وو چې متهم هغه سړی چې د خپل سپي سره روان و، د برید هدف ګرځولی او هغه په ځای کې د څو کسانړ په واسطه وژل شوی دی.

سکای نیوز همدا راز راپور ورکړی چې متهم تر اوسه پورې د قتل په تور هیڅ ډول اعتراف نه دی کړی او د دې قضیې د څېړنې بهیر روان دی.

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.