د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره خپلې اړیکې پراخې کړي دي. د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې دواړو لورو شاوخوا ۹۰ سوداګریز تړونونه او تفاهمنامې لاسلیک کړي دي، چې ټولیز ارزښت یې له ۱.۴ میلیارده ډالرو څخه اوړي.
په همدې حال کې، د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې افغانستان د تاشکند د لسو مهمو سوداګریزو شریکانو په ډله کې شامل کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي.
په وروستي پرمختګ کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا پراخېدو پر لارو چارو خبرې کړي دي. دواړو خواوو ټینګار کړی چې د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه باید په راتلونکو کلونو کې ۵ میلیارد ډالرو ته لوړه شي.
لیکوال:سعید سمیر








