TOOSnews
اعلان
طالبانو د پنجشېر له ۳ زره قيراطو څخه د زیاتو زمردو د پلور خبر ورکړی.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو د پنجشېر له ۳ زره قيراطو څخه د زیاتو زمردو د پلور خبر ورکړی.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو اعلان کړی چې د پنجشېر ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۳ زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد پلورل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر آژانس د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۶مه، راپور ورکړی چې دا اندازه زمرد کورنیو سوداګرو ته پلورل شوي دي.

د راپور له مخې، د پنجشېر ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي چې دا اندازه زمرد د ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکایي ډالرو په بدل کې پلورل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو د پنجشېر له کانونو څخه د استخراج شويو نږدې ۱۲ زره قیراطو زمرد د پلور خبر ورکړی و.

طالبانو د افغانستان د بیا نیولو وروسته څو ځله د دې ولایت د قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول زمردو، د پلور خبرونه ورکړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.