د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې کان د دویم بلاک د استخراج تړون یې له یوه کورني شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري دغه تړون له «ریډګولډ اسیا» کانکیندنې شرکت سره لاسلیک کړی، چې له مخې به یې شرکت په دې پروژه کې د ۲۰ میلیونه او ۴۵ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
د وزارت په وینا، د مالګې د دغه کان ټولیز مساحت ۹.۷ کیلومتره مربع دی او تړون یې د ۱۵ کلونو لپاره شوی دی. د تړون له مخې، شرکت به د هر ټن استخراج شوې مالګې په بدل کې ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ورکوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، قراردادي شرکت به خپلې چارې د کانونو د نافذ قانون او اړوندو کړنلارو له مخې پر مخ وړي او مکلف دی چې د کانونو د قانوني اصولو بشپړ رعایت وکړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، «ریډګولډ اسیا» شرکت به د رویالټي تر څنګ د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم ۹۳۰ زره امریکايي ډالر ولګوي. چارواکي وایي، د دغې پروژې په پیل سره به په مستقیم ډول شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
لیکوال:سعید سمیر








