TOOSnews
اعلان
د طالبانو مشر جمعه خان فاتح «یاغي» وباله او د هغه د ځپلو امر یې صادر کړ.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو مشر جمعه خان فاتح «یاغي» وباله او د هغه د ځپلو امر یې صادر کړ.

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د باوري سرچینو په حواله، رسنیو راپور ورکړی چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو د غړو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او د دې ډلې د داخلي وسله‌والې نښتې احتمال ډېر شوی دی. د راپورونو له مخې، جمعه فاتح، چې د دې ډلې یو ناراضه قوماندان او په زابل کې د پخواني والي د مرستیال په توګه یې دنده ترسره کړې، د طالبانو د مشرتابه له لوري «یاغي» بلل شوی او د هغه د ځپلو امر صادر شوی دی.

د طالبانو په ادبیاتو کې د «یاغي» اصطلاح د ډلې دننه مخالفو او سرغړونکو کسانو لپاره کارول کېږي، او په تېرو کلونو کې هم ځینې ناراض غړي د همدې نوم لاندې د قدرت له جوړښت څخه لرې او له سختو اقداماتو سره مخ شوي دي. سرچینې وایي چې د اختلافاتو د حل لپاره دا ډول چلند پخوانۍ مخینه لري.

همدارنګه د طالبانو اړوند سرچینو ویلي چې د جمعه فاتح او د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د ستاد د پوځ رئیس فصیح‌الدین فطرت، ترمنځ څو دورې خبرې اترې شوې دي، خو دا خبرې اترې بې پایلې پاتې شوي.

د راپورونو له مخې، جمعه فاتح د موجوده اختلافاتو له امله د طالبانو د لوړپوړو مشرانو، په ځانګړي ډول د ملا هبت‌الله، له ځینو امرونو سرغړونه کوي او په ورته وخت کې تر خپلې قوماندې لاندې ځواکونو او تجهیزاتو ته تکیې سره،دا وضعیت د دې ډلې د مرکزي مشرتابه پر وړاندې جدي ننګونې بللې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.