د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد اتباعو تر انر ثاني پورې ایران، لبنان او عراق ته د سفر کولو اجازه نلري. دا پرېکړه د “منطقي بدلونونو” په ترڅ کې نیول شوې او رسماً د دغه وزارت له خوا خپره شوې ده.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې هغه اماراتي اتباع چې په دې درې واړو هېوادونو کې اوسېدونکي دي، باید هر څومره ژر چې امکان ولري دغه هېوادونه پرېږدي او امارات ته راستانه شي. اماراتي چارواکي ټینګار کوي چې د خپلو اتباعو د وضعیت تعقیبولو لپاره ځانګړي د اړیکې شمېره هم ټاکل شوې ده.
په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه پورې د دې بندیز د تطبیق د مودې یا د لغو کولو شرایطو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی، او وضعیت اوس هم د غور لاندې دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








