د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا ځواکونو هکټور روستنفورډ ګوېررو فلورس، چې په «نینیو ګوېررو» مشهور و او د«ترن د آراګوا» جنایي ډلې مشر ګڼل کېده، په وینزویلا کې د یوه عملیات په ترڅ کې وژلی دی.
ټرمپ د جمعې په ماښام، د غبرکولي په ۲۲مه، په«تروث سوشال» ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د هغه په امر، د امریکا جنوبي قوماندانۍ یو «چټک او مرګونی برید» ترسره کړی چې په پایله کې یې د دې ډلې مشر وژل شوی دی.
د امریکا ولسمشر «ترن د آراګوا» د نړۍ له تر ټولو خونړیو جنایي سازمانونو څخه یاد کړ او ویې ویل چې دا عملیات د وینزویلا د چارواکو په نږدې همکارۍ ترسره شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر پېټ هګست هم ویلي چې دا عملیات د روانې اونۍ په پیل کې ترسره شوي او د نینیو ګوېررو مرګ په کې تایید شوی دی.
د وینزویلا د اطلاعاتو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي چې د دې عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او د جنایي ډلو د غړو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې چې عملیات د ځانګړو ټکنالوژیو په کارولو او د دواړو هېوادونو د چارواکو د استخباراتي همکارۍ او معلوماتو د تبادلې په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې څو ځله نینیو ګوېررو او د «ترن د آراګوا» یو شمېر نور مشران د مخدره موادو د قاچاق، د انسانانو د قاچاق او د پیسو د سپینولو په تور تحریم کړي وو.
د «ترن د آراګوا» ډله په وروستیو کلونو کې له یوې زنداني ډلې څخه په وینزویلا کې یوه پراخه او فراملي جنایي شبکه باندې بدله شوې ده.
د سیمې امنیتي چارواکي وایي چې دغه ډله د انسانانو قاچاق، باج اخیستل، تښتونې، د پیسو سپینول، قراردادي وژنې، د قاچاقي توکو انتقال او منظمې غلاوې ترسره کوي او د هغې فعالیتونه له وینزویلا او برازیل څخه تر څو نورو هېوادونو پورې غځېدلي دي.
دا ډله همدارنګه تورنه ده چې د وینزویلا او نورو هېوادونو د وګړو د مهاجرتي لارو یوه برخه تر چیلي، د لاتینې امریکا نورو هېوادونو او اروپا پورې کنټرولوي.
نینیو ګوېررو په ۲۰۲۳ کال کې، لږ مخکې له دې چې د وینزویلا امنیتي ځواکونو د توکورون زندان باندې یرغل وکړي، له دې زندان څخه تښتېدلی و. د هغه دا تېښته هغه مهال د وینزویلا د زندانونو دننه د دې ډلې د نفوذ او ځواک پراخ انعکاس لامل وګرځېد.
لیکواله:سلیمه آریایي








