TOOSnews
اعلان
د امریکا سفارت له ایران سره د جګړې له بندېدو وروسته په کویټ کې خپل فعالیت بیا پیل کړ.
نړۍټوس نیوز

د امریکا سفارت له ایران سره د جګړې له بندېدو وروسته په کویټ کې خپل فعالیت بیا پیل کړ.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا متحده ایالاتو سفارت په کویټ کې، د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم‌لیک له لاسلیک کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي شخړو له پای ته رسېدو وروسته، خپل فعالیتونه بیا پیل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې په سیمه‌ییز سفر بوخت دی، د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ ۳مه نېټه، په خپله د کویټ په ښار کې د امریکا د سفارت د ودانۍ پر سر د امریکا د بیرغ د پورته کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

روبیو په اېکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: «د امریکا بیرغ، د ازادۍ، یووالي او خلاصون نښه، یو ځل بیا په ویاړ سره د کویټ د ښار پر سر رپېږي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ټینګار کړی چې کویټ د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په برخه کې د امریکا له مهمو او ارزښتناکو شریکانو څخه دی. هغه زیاته کړې چې واشنګټن غواړي له کویټ سره په ټولو برخو کې همکاري پراخه او دوه‌اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.

په کویټ کې د امریکا سفارت فعالیتونه د مارچ په میاشت کې، د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته ودرول شول. په هغه وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتنه کړې وه چې د کویټ خاوره پرېږدي.

مارکو روبیو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پای ته رسېدو او د تفاهم‌لیک له لاسلیک وروسته خپل لومړنی سیمه‌ییز سفر ترسره کوي. هغه د سې‌شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته رسېدلی و. نوموړی تېره ورځ کویټ ته سفر کړی او ټاکل شوې چې په راتلونکي کې بحرین ته هم ولاړ شي.

د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پر مهال، د امریکا پوځي اډې په متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین کې څو ځله د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راغلې. د راپورونو له مخې، دغو بریدونو کې ځاني تلفات او مالي زیانونه هم رامنځته شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.